اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د جګلوټ سكردو سړك په سمدستي توګه پرانستلو، د سيلګرو خيال ساتلو او د ضروري څيزونو وركړه باوري كولو لپاره په سمدستي توګه د انتظامات كولو هدايت كړے. د ګل په ورځ د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د زمكې ښوئېدنې له امله د تورمك په مقام د بندې لوئې لارې په سمدستي توګه د پرانستلو او فرنټيئر وركس آرګنائزېشن ﴿اېف ډبليو او ﴾ ته د بېړنې اقدامات هدايت كړے. وزيراعظم هدايت كړے چې اضافي مشينري او افرادي قوت دې استعمال كړے شي، د غېر ملكي او ملكي سېلګرو خيال ساتلو او د ضروري څيزونو وركړه باوري كولو لپاره دې په سمدستي توګه اقدامات وكړے شي. وزيراعظم هدايت وكړو چې د سېلګرو راتګ سره په ګلګت بلتستان كښې د ضروري څيزونو استعمال زيات ي، دغسې چې د څيزونو كمے رانشي. وزيراعظم د سيمې د كاروباري خلقو، د آبادې او د سېلګرو د ستونزو لرې كولو هدايت وكړو او وې وئيل د لوي اختر په وجه خلقو ته خپلو كورونو ته هم تلل دي، ځكه د كار رفتار دې ګړندے كړے شي. ياد دې وي د سختو بارانونو او د زمكې ښوئېدنې په وجه د تېرو دوه اونيو په مهال شپږ ورځې دا لويه لار بنده وه. د جګلوټ سكردو سړك د ګلګت بلتستان د تېلو او خوراك څښاك څيزونو د رسولو او د تګ راتګ يواځنې لاره ده. د بېلا بېلو هېوادونو سره تعلق لرونكي سېلګري د بېلا بېلو پروازونو د لارې ګلګت بلتستان ته راځي . د ګلګت بلتستان هوټلو او د سېلګرې څانګې سره تعلق لرونكو كسانو د وزيراعظم څخه د لوئې لارې د ډېرې مودې نه په بندېدو د نوټس اخستو غوښتنه كړې وه
وزيراعظم شهباز شريف د جګلوټ سكردو سړك په سمدستي توګه پرانستلو، د سيلګرو خيال ساتلو او د ضروري څيزونو وركړه باوري كولو لپاره په سمدستي توګه د انتظامات هدايت وكړو
مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس