ملتان 23 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشي وئيلي دې چې ن لیګ 20 اربه ډالره خسارہ په ورثه كښې پرېښودلې ده ، د برېښنا په ګرانه بيعه لوظنامې د نواز شریف دور حکومت كښې شوې دي د كومو د نتيجو سره چې مخ يو، حکومت سختي پريكړې كولو سره هېواد د ديواليه كيدو څخه بچ كړې دې، ګراني د حكومت لپاره يو لوئ چیلنج دې،ګرانۍ څخه غافل نه يو، د ګرانۍ موجد څوك دې ؟ ن لیګ قیادت دې راشي او په ټي وي دې مذاکرہ وكړې،هر ځائې د ن لیګ جعل سازی ثابت شوې،2019 كښې د پلوامه ډرامه كولو سره په پاكستان بريد كېږي ، نریندر مودی له په جاتی عمرہ كښې د ساړهيو ډالۍ وركولو سره مونږ نه ؤ لېږلې، مونږ په ابھی نندن چائے څښلو سره لېږلې ؤ، د هند په سترګو كښې سترګي اچولو سره مو خبره كړې، جمو او کشمیر كښې په مظلومه کشمیریانو روان د هند ظلمونه او جارحیت په ټوله نړۍ كښې په ډاګه شوې ۔ ملګرو ملتونو كښې وزیراعظم عمران خان او ستاسو منتخب نمائنده د ګستاخ رسول په ضد غږ پورته كړې، د اسلامو فوبیا زيات شوې رجحاناتو په ضد ئې غږ پورته ګړې ، 38ملیونه افغانان د ولږي او غريبۍ څخه بچ كولو لپاره د 57 هېوادونو خارجه وزيران او پلاوي پاکستان ته رابللې شوې ، دا ډول اقدامات تيروخت كښې كوم حكومت كړې دي، نن نړۍ د پاکستان کامیاب خارجه پالیسۍ ستائي ، د ن لیګ حکومت په څلور كلونو كښې خارجه وزير نه ؤ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ این اے 156 یونین کونسل 17 كښې په خپل اعزاز كښې استقبالیې ته وينا كښې وكړه۔ صوبائی خاص مرستيال حاجی جاوید اختر انصاری هم په دې مهال موجود ؤ۔ده ووئيل اپوزیشن کښې اتفاق نشته ۔ اسلام آباد هائی کورټ د رانا شمیم بیان حلفی او آډيو ټيپ جعلی ګرځولې۔ ن لیګ قطری خط جعلی ثابت شوې۔په عدلیه او ادارو بريد د ن لیګ پهچان دے ۔اولس ته د پي پي پي ‘ ن لیګ دواړو اصلیت معلوم دې۔دواړه ګوندونه متنفر شوې دي۔ وزیراعظم عمران خان اولس لپاره د اميد كرن ثابت شوې۔ده ووئيل جنوبی پنجاب صوبې جوړول د تحریك انصاف د منشور برخه ده او مونږ په خپل منشور ولاړ يو او په سم پلو روان يو۔
په هر ځائې كښې د ن لیګ جعل سازي ثابت شوې ،حکومت سختې پريكړې كړې او هېواد ئې د ديواليه كيدو څخه بچ كړې،تحریك انصاف نن هم د پاکستان تر ټولو مقبول سیاسي ګوند دې۔شاہ محمود قریشی این اے 156 یونین کونسل 17 كښې په خپل اعزاز كښې استقبالیې ته وينا
مضمون کا ماخذ : prêmios lotofácil