اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې قوم په تېرو څلورو كلونو كښې د اولس د خېر ښېګړې په پروژو كښې د تاخير ځواب غواړي٬د تېر وخت د كوتاهو د ازالې وخت راغلې دې٬ټولې ادارې دې شپه او ورځ كار وكړي٬ په تېر وخت كښې د منصوبه بندۍ او ټنډرنګ څخه قامي خزانې ته زيان رسېدلې٬ اوس به كوتاهي برداشت كولې نه شي٬د شمسي توان د لارې به اولس د ګرانې برېښنا څخه بچ كولې شي٬ د پنجاب حكومت لخوا تر 100 يونټ استعمال كونكو كورونو ته د وړيا برېښنا وركولو اقدام انقلابي دے٬ د روات كورال ايكسپرېس وے رغونې لپاره به فنډز وركوو۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ په اسلام آباد كښې د ټرانسپورټ جديد نظام له مخې د ميټروبس سروس ګرين لائن او بليو لائن بس سروس پرانستې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب٬د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله نه علاوه د سي ډي اے چيئرمېن د او اړوند ادارو اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم دستورې ته د وېنا كولو په مهال ووئيل چې زه خوشحاله شوے يم چې نن د اسلام آباد او پېنډۍ وروڼو٬خوئيندو٬بزرګانو٬ماشومانو٬زده كونكو٬استاذانو٬خواري كښو٬ډاكټرانو پشمول د ژوند هرې څانګې سره تعلق لرونكي اولس ته يو ښه او اولسي سفر آسانۍ ترلاسه شوې۔ ده ووئيل چې په نړۍ كښې د تېل او ګاز بيعې آسمان سره خبرې كوي٬د لوے څښتن شكر دې چې په اوسنو ورځو كښې په بيعو كښې څه كمې راغلې٬د تېل او ګاز د بيعو څخه د نړۍ په كروړونو اربونو خلك ځپلې شوي او د دې ګرانۍ په دور كښې د كومو سلسله د څلورو كلونو څخه روانه ده د عام تن لپاره وخت تېرول مشكل شوي او په مشكل سره بچو له ډوډۍ پیدا كوي٬په دې كښې دا د اولسي سفري آسانيو ښه قدم دے۔ وزيراعظم ووئيل چې د سفري آسانيو څخه به غريب اولس ته ډېره ګټه ترلاسه شي او هغوي به عزت سره په وخت خپل منزل ته ورسي۔ ده په جديد بس سروس پروژه په شپه ورځ كار كولو د كورنيو چارو وزير او اړوند ادارو چارواكو ته شاباش وركړو او وې وئېل چې د تندرفتارۍ سره په دې پروژه كار كړې۔وزيراعظم ووئيل چې چې قوم په تېرو څلورو كلونو كښې د اولس د خېر ښېګړې په پروژو كښې د تاخير ځواب غواړي٬د تېر وخت د كوتاهو د ازالې وخت راغلې دې٬ټولې ادارې دې شپه او ورځ كار وكړي٬ په تېر وخت كښې د منصوبه بندۍ او ټنډرنګ څخه قامي خزانې ته زيان رسولې٬ اوس به كوتاهي برداشت كولې نه شي٬د شمسي توان د لارې به اولس د ګرانې برېښنا څخه بچ كولې شي٬د پنجاب حكومت تر 100 يونټ استعمال كونكو كورونو ته وړيا برېښنا وركولو اقدام انقلابي دې٬د روات كورال ايكسپرېس وے رغونې لپاره به فنډز وركوو۔په دې موقع وزيراعظم بليو او ګرين لائن بس پرانسته وكړه او په ګرين لائن كښې سفر هم وكړو۔وزيراعظم ته د پروژې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔د سي ډي اے چيئرمېن عامر احمد علي ووئيل چې د بهاره كهو څخه تر پمز سفر به په 45 دقيقو كښې ترسره كېږي۔د بهاره كهو په روټ به هر لس دقيقې پس او د كورال څخه به هر شپږ دقيقې پس بس روانېږي۔د دې څخه وړاندې وزيراعظم د ميټرو بس آپرېشن كمانډ اينډ كنټرول سنټر ودانۍ د بنياد تيګه هم كېښوده
په تېر وخت كښې د منصوبه بندۍ او ټنډرنګ څخه قامي خزانې ته زيان رسېدلې، اوس به كوتاهي برداشت كولې نه شي۔ د د وزيراعظم د ګرين لائن او بليو لائن بس سروس پرانستې دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز