نواز شريف او اشرف غني يو ډول ژوند كوي٬ يو دبۍ او بل لندن كښې مفرور دے٬ د منطقې مهمو پرېكړو لپاره نړيواله مشرتابه وزيراعظم عمران خان او پاكستان ته ګوري ٬ د وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن جهلم كښې ميډيا سره خبرې


جهلم۔25ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي نن نواز شريف او اشرف غني يو ډول ژوند كوي٬ يو دبۍ او بل لندن كښې مفرور دے٬ شهباز شريف سره د نېب چئيرمېن تعينات كولو له مشاورت كول داسې دي لكه كوم غل وپوښتلے شي چې د هغه تفتيشي افسر څوك ولګولے شي٬ د منطقې مهمو پرېكړو لپاره نړيواله مشرتابه عمران او پاكستان پلو ګوري ، عمران خان ټول عمري د پاكستاني اولس د زړونو ترجماني كړې ده٬ كوم خلك چې حسد كوي هغوي به راروان پنځه كلونه هم په ژړا تېروي٬ مونږ اولس سره كړي ټول لوظونه پاللي دي٬ نومبر كښې به كھارياں نه تر اسلام آباد د موټروے جوړولو كار پېل كړؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د خالي په ورځ ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل د پاك پروردګار مهرباني او بيا د وزيراعظم عمران خان خصوصي پام جهلم پلو دے۔ مونږ چې كوم لوظونه كړې وو هغه مو په درې كاله كښې ترسره كړل۔ هغه ووئيل نومبر كښې به كھارياں نه تر اسلام آباد د موټروے جوړولو كار پېل كړؤ چې ورسره به د اسلام آباد او لاهور ترمينځه 100 كلوميټره مسافت كم شي۔ هغه وئيل دا پراجېکټ به د نارتھ پنجاب تر ټولو لوئے روډ پراجېكټ وي٬ وزيراعظم به په نومبر كښې د دې پرانسته كوي۔ هغه ووئيل عمران خان ټول عمري د پاكستاني اولس د زړونو ترجماني كړې ده٬ كه د افغانستان مسئله وي يا د كشمير ٬ كه د بې وزله هېوادونو د لوټ كړې شوي دولت امير هېوادونو ته د منتقل كېدو معامله وي يا د چاپېريال ٬ وزيراعظم عمران خان په هره يوه كچه ټول عمري د پاكستان د هر وګړي د زړه ترجماني كړې ده۔ هغه ووئيل وزيراعظم چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپل خطاب كښې په كوم ډول د كشمير معامله وړاندې كړه او نرېندر مودي ئې وننګولو٬ داسې كله پاكستان كښې نه دي شوې۔ هغه ووئيل په ممبۍ پېښو كښې په پاكستان د ككړ كېدو تور ولګېدو٬ دغه وګري كومې امنيتي ايجنسۍ او پوځ سره تعلق نه لرلو ولې په نړيواله كچه د پاكستان په ضد پروپېګنډا مهم پېل شو۔ هغه ووئيل كله چې بلوچستان كښې کلبھوشن یادیو ونيولے شو نو نواز شريف په هغه د تبصرې كولو نه انكار كړے ؤ۔ هغه ووئيل نن نواز شريف او اشرف غني يو ډول ژوند كوي٬ يو دبۍ او بل لندن كښې مفرور دے۔ ده ووئيل دې خلكو لپاره دا سبق دے چې كوم سياست خو كوي ولې خپلې خاورې سره تړون نه لري د هغوي حشر زمونږ وړاندے دے۔ وفاقي وزير جهلم كښې د کنټونمنټ په ټاكنو كښې د پاكستان تحريك انصاف په كلين سويپ د جهلم اولس ته مباركي وركړه۔ هغه هيله ولرله چې په راروانو ټاكنو كښې به هم پاكستان تحريك انصاف په درې كښې دوه برخې اكثريت ترلاسه كړي۔ هغه ووئيل د پي پي پي او ن ليګ ټكټ احستونكے څوك نشته۔ بلاول بھټو د سوئيلي پنجاب دورې په موقعه خلكو ته د پنځه پنځه كروړه روپو پېشكش وكړو چې زمونږ په ټكټ الېكشن وكړۍ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل په الېكشن كمېشن معاملات په سم لوري روان دي۔ الېكشن كمشنر يا د الېكشن كمېشن باقي كسانو سره زمونږ هېڅ ذاتي جګړا نشته۔ د نېب چيئرمېن غوره كېدو په اړه د پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل شهباز شريف ملزم دے ٬ نېب هغه ملزم ګرځولے دے ٬ ٬ شهباز شريف سره د نېب چئيرمېن تعينات كولو له مشاورت كول داسې دي لكه كوم يو غل وپوښتلے شي چې د هغه تفتيشي افسر څوك ولګولے شي۔ هغه ووئيل كله چې مونږ د نيوزي لېنډ د پاكستان دورې منسوخ كېدو په اړه حقائق رامخې ته كړل نو انګلش كركټ لوبډله او انګلش كركټ بورډ فشار سره مخ شو، انګلش وومن لوبډله هم په دوئي ټكونه كوي او د برطانيې وزيراعظم د ناخوښۍ څرګندونه كړې ده۔ دا د پبلک ډپلومېسی کامیابی ده۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل نون ليګ سره شهباز شريف او مريم نواز ده۔ دوئي هره اونۍ ټاس كوي چې روانه اونۍ كښې به لارښود څوك وي او راروانه كښې به څوك وي۔ هغه ووئيل د پيپلز او اېم اېل اېن به دا آخري ټول ټاكنې وي او دې نه وروسته به دوئي د ټاكنو كولو په پوزيشن كښې نه وي۔ هغه ووئيل عمران خان او تحريك انصاف زيات اكثريت سره حكومت جوړونكے دے۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د منطقې معاملو حوالې سره نړيوال لارښود عمران خان او پاكستان پلو ګوري كوم چې زمونږ لپاره د وياړ خبره ده۔

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس