اسلام آباد15ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر چوهدري فواد حسېن وئيلي ديپاکستان د نړۍ په هغه څو هېوادونو كښې شامل دے كوم چې د جمهوری عمل په نتيجه كښې جوړ شوے، د پاکستانمیډیا د سيمي د نورو هېوادونو په مقابل كښې زياته خپلواكه ده، په جمهوریت كښې د اکثریتحكمرانۍ باوجود د اقلیت د حقونو تحفظ ضروري دے، هند كښې موجودہ نظام د حقیقی جمهوریت څخه نه شي تعبیر كيدے ،هند كښې د اکثریت حکومت دے خو د اقلیتونو د حقونو خلاف ورزي كيږي۔ده دا خبره د شورو په ورځ د جمهوريت نړيوالي ورځ په موقع دستوري ته وينا كښې وكړه۔ دستورې ته د قامی اسمبلۍ سپيكر اسد قیصر، د منصوبه بندۍ وفاقی وزیر اسد عمر، د بشري حقونو وفاقي وزیري شیریں مزاری، د قانون پوهه احمر بلال صوفی، د قائداعظم یونیورسټۍد پولیټیکس اینډ آئی آر څانګېمشر فرحان صدیقی او نورو وينا وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل موجودہ دور د انفارمېشن دے، جمهوریت او انفارمېشن دواړه ضروري دي، پاکستان د نړۍ په هغه څو هېوادونو كښې شامل دے كوم چې د جمهوری عمل په نتيجه كښې جوړ شوے۔ده ووئيل پاکستان يو لويمثال دے د كوم بنياد چې د قائداعظم محمد علی جناح غوندې لارښود اېښودے ۔ ده ووئيل جمهوریت كښې د اکثریت حکمرانۍ باوجود د اقلیت د حقونو تحفظ ضروري دے۔ده ووئيل جمهوریت په درې بنیادي ستنو ولاړ دے چې پكښې بشري حقونه ، د قانون حکمرانی او شراکت داری شامل ده ،په دې كښې كه يوه ستن هم نه وي نو جمهوریت متاثره كيږي۔ده ووئيل هند كښې موجودہ نظام د حقیقی جمهوریت سره نشي تعبیر كيدے، هندكښې د اکثریت حکومت دے خو د اقلیتونو د حقونو خلاف ورزي كيږي۔ده ووئيل د سيمي د ټولو هېوادونو په مقابل كښې پاکستان كښې میډیا تر ټولو زياته خپلواكه ده۔د بده مرغه د يو فیك آرډیننس په توګه د 5 ورځو نه د وزیراعظم او وزیر اطلاعات په ضد په میډیااشتهارات شائع کيږي۔ وفاقی وزیر ووئيل زمونږ سیاسی ګوندونه په هېواد كښې جمهوریت غواړي خو د ګوند دننه د جمهوریت په ضد دي۔ده ووئيل چرته په كوم هېواد كښې داسې مثال شته چې د يو ګوند مشر په وصیت مقرر كيږي۔ په ماضي كښې مولانا فضل الرحمان په هر حكومت كښې برخه لرله
هندكښې موجوده نظام د حقیقي جمهوریت څخه تعبیر كيدے نشي ، هند د اقلیتونو د حقونو خلاف ورزي كوي، د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن دستوري ته وينا
مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ