کراچۍ 29 مارچ (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي بېنكونه دې ګرده نړۍ كښې د سائبر جرائمو زېاتېدو له مخې د کھاته دارو د پېسو او ذاتي ډيټا فول پروف سيکيورټي باوري كړي،بېنكونه د مصرف كوٶنكو د پېسو امانت دار دي٬ بېنكونه دې د مصرف كوٶنكو ګيلې په په ترجيحي بنيادونو حل كړي، د الېکټرونك فراډ څخه مصرف كوٶنكي محفوظولو لپاره دې هغوي د بېنكنګ طريقه كار پحقله خبر كړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په ګورنر هاٶس كښې د سټېټ بېنك ګورنر ډاکټر رضا باقر، د نېشنل بېنك آف پاکستان، يونائيټډ بېنك لميټډ، مسلم کمرشل بېنك، الائيډ بېنك لميټډ، فېصل بېنك لميټډ، حبيب بېنك لميټډ، سنهري بېنك لميټډ، خېبر بېنك لميټډ، دبئي بېنك اسلامي، ميزان اسلامک بېنك او بېنك آف پنجاب مشرانو غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړې ۔ غونډه كښې په بېنكنګ سيکټر كښې د كېدونكو بدلونونو، ډيجيټلائزيشن او د سائبر کرائمز مخنيوي لپاره د پورته كړو اقداماتو جاج واخستلے شو۔ په غونډه كښې صدر مملکت ته د بېنكنګ سيکټر د کارکردګي او د سېپځلتيا زياتولو لپاره د پاليسو او د بنيادي اصلاحاتو په اړه بريفنګ هم وركرے شو۔ په دې موقع صدر د مېرمنو مالي شموليت لپاره د بېنكونو د اقدامات ستائنه هم وكړه
بېنكونه دې ګرده نړۍ كښې د سائبر جرائمو زېاتېدو له مخې د کھاته دارو د پېسو او ذاتي ډيټا فول پروف سيکيورټي باوري كړي۔ د صدر ډاکټر عارف علوي د بېنكونو د مشرانو غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا