اسلام آباد۔12نومبر(اے پی پی) دسېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي چې كاناډا پاكستان لپاره يو مهم ماركيټ دے او حكومت به د دوه اړخيزه تجارتي ??ړي??و پياوړې كولو ل?? د ??څې كوؤنكو تاجرانو هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ د پاكستان او كاناډا ترمينځه تجارتي ??ړي??ې د دواړو هېوادونو په ګټه دي ځكه تاجر ورورولۍ له به په دې لړ كښې خپلې بشپړه هڅې كول وي۔ د سېنېټ چيئرمېن دا خبر?? د ??اكستان وېسټرن کېنېډا ټرېډ اېسوسی اېشن (پی ډ??لی?? سی ټی اے) مشرې بشریٰ رحمان او د یو اېس پاکستان انټرنېشنل چېمبر پاکستان چېپټر صدر محمد احمد سره په ملاقات كښې وكړه۔ ده په خپلو خبرو كښې په كال 2023 كښې په وېنكوور كښې د سنګل كنټر نندارتون كولو پرېكړه وستائله په كوم كښې به چې پاكستان څخه 200 نه زيات تجاران ګډون كوي او م??رم??و ته به هم خاص رعايت وركولې شي۔ صادق سنجراني ووئيل داسې نندارتونونو سره به نه يوازې برآمدات زيات شي بلكې په لويديزه نړۍ كښې د هېواد تشخص به هم پياوړې شي۔ په دې موقعه بشریٰ رحمان ووئيل په دې نندارتون كښې به پاكستاني مصنوعات لكه ټېكسټائل ٬ وريژې ٬ د لوبو سامان او د آئي ټي مصنوعاتو په شمول نور څيزونه اېښودلې شي او په دې كښې ب?? د ??طبي امريكې يو شمېر بزنس مېن هم ګډون كوي۔ د يو اېس پاكستان انټرنېشنل چېمبر پاكستان چېپټر صدر محمد احمد ووئيل مونږ له به مهمو هېوادونو سره تجارتي ??ړي??ې زياتولو ٬ د پاكستان اقتصادي صلاحيت رامخې ته كولو او بېلو څانګو كښې د سرمايه كارو راجلبولو له هڅې كول وي۔ د يو اېس پي آئي سي سي عمومي سېكتر ملک سهیل حسین ووئيل په كاناډا كښې 5 لكه پاكستاني وګړي په بېلو څانګو كښې كار كوي كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځ?? د ??ل كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل دا خلق نه يوازې دا چې د كاناډا په پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كوي بلكې پاكستان ته خپله قيمتي زر مبادله هم رالېږي